slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي چې د امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفایې مدیریت لخوا په تېر یو کال کې ټولټال ۸۲ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې ۷۶ پېښې د اور لګېدنې وې او پاتې نورې پېښې د بېلابېلو عاجلو حالاتو پورې تړاو لري.

ښاغلی حماد زیاتوي چې د دغو پېښو پر مهال د چټک غبرګون او هڅو له امله، شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان مخنیوی شوی دی.

نوموړی وایي چې د اطفایې مدیریت نه یوازې په جلال‌اباد ښار کې فعال دی، بلکې په تورخم ښارګوټي کې هم یو فعال مرکز لري. د ده په خبره، پلان لري چې دغه خدمتونه به په راتلونکي کې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

ښاغلی حماد د جلال‌اباد ښار له اوسېدونکو غواړي چې د اور لګېدو په صورت کې باید ژر تر ژره له اطفایې مدیریت سره اړیکه ونیسي څو د لویو زیانونو مخنیوی وشي.

بلخوا، د جلال‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د اطفایې مدیریت د چټکو اقداماتو ستاینه کوي. هغوی وایي چې د هرې پېښې پر مهال، اطفایې ټیم پر وخت رسېدلی او مؤثر اقدام یې کړی دی.

د اور وژنې (اطفایې) خدمتونه د ښاري ژوند خوندي ساتلو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د ښارونو او صنعتي سیمو د پراخېدو له امله، د اورلګېدنې پېښې هم زیاتې شوي، او همدا لامل دی چې د اطفایې مدیریتونو چټک او مؤثر غبرګون د خلکو د ژوند او شتمنیو د خونديتوب لپاره حیاتي رول لري.