slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د نورستان ولایت د معتادینو له شل بستریز روغتون څخه ۱۶ تنه معتادین، چې د شرقي او غربي نورستان له بیلابیلو سیمو راټول شوي وو، تر یوې نیمې میاشتې درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د امنیه قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وایي، دا کسان د ښه روغتیايي وضعیت ترلاسه کولو لپاره روغتون ته معرفي شوي وو او اوس تر درملنې وروسته بېرته عادي ژوند ته ستانه شول.

د نورستان امنیه قوماندان مولوي اخترمحمد "مزمل" مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې دې د معتادینو د راټولولو لړۍ جاري وساتي او هغوی دې د مناسبې درملنې لپاره روغتون ته معرفي کړي.

یادونه باید وشي چې تر دې وړاندې هم لسګونه نور معتادین له همدې روغتونه تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.