slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم په ګمرک کې د وارداتي توکو د دقیق وزن معلومولو په هدف، یوه پایه د لوړ تُناژ عصري تله د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده تله چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۳ متره پلنوالی لري، د ترانسپورتي وسایطو تر ۱۲۰ ټنه پورې وزن د اندازې وړتیا لري. د دې پرمختللي سیستم په فعالېدو سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو، د غیر قانوني اضافه وزن له انتقال، او ګمرکي شفافیت سره مرسته وشي، او همداراز به د سوداګریزو توکو د ارزونې او طی مراحلو بهیر لا چټک او معیاري شي.

د یادونې ده چې د دې پروژې مالي لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې تمویل شوی او عملي چارې یې یوه افغاني ساختماني کمپنۍ سرته رسولي دي.

یاد اقدام د هېواد د ګمرکي سیستم د معیاري کېدو او عوایدو د لا زیاتوالي په لور مهم ګام بلل کېږي.