روسیه کې د تېلو په یوه ستره تصفیهخونه کې د بېپلوټه الوتکې د غورځېدو له امله اور لګېدلی
په روسیه کې د تېلو په یوه ستره تصفیهخونه کې د بېپلوټه الوتکې د غورځېدو له امله اور لګېدلی و. دا پېښه د هېواد په شمال لوېدیځ کې د "کیریشي" په نوم تصفیهخونه کې رامنځته شوه، چې د ورځې تر ۳۵۰ زرو بېلرو ډېر تېل تصفیه کوي.
د لینېنګراد والي ویلي، اور د ژغورونکو په هڅو مړ شوی او د مرګژوبلې هېڅ راپور نه شته. یادې تصفیهخونې ته د روسیې د مهمو صنعتي تاسیساتو له ډلې ګڼل کېږي.