slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت مسؤلین وايي، چې د چاپېریال ساتنې او کرنیزو چارو د پیاوړتیا په موخه یې په بېلابېلو برخو کې د مهمو عملي اقداماتو لړۍ پیل کړې ده.

د ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د ناوې ولسوالۍ د پنجاودو په سیمه کې د طبیعي منابعو آمریت کارکوونکو د ځنګلونو د ونو د پرېکولو او د څړځایونو د غصب هڅې شنډې کړې دي.

د یاد ریاست د طبیعي سرچینو مسؤلین وايي، یاده سیمه د خلکو ګډه شتمني او د طبیعي منابعو یوه مهمه برخه ده، او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د شخصي ګټې لپاره د ونو د پرېکولو یا د ځمکو د غصب هڅه وکړي.

چارواکو زیاته کړه، چې د ناوې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د چاپېریالي شتمنیو د ساتنې او د غیرقانوني تصرفاتو د مخنیوي هڅې دوام لري، او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د خپلو عامه شتمنیو د خوندیتوب په برخه کې له مسؤلینو سره همکاري وکړي.

 ورته مهال، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو، مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریتونو له لوري د لښکرګاه ښار د حیواني او نباتي درملو له پلورنځیو څخه څارنه او ارزونه شوې ده.

په دغه څارنه کې د درملو کیفیت، د فعالیت جوازونه، او د درملو د تاریخونه ارزول شوي، تر څو له بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو څخه د کروندګرو او مالدارانو خوندیتوب یقیني شي.

د نظارت پر مهال د پلورنځیو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې، او هغوی ته ویل شوي چې قانوني اسناد بشپړ وساتي او له بې‌کیفیته درملو د خرڅلاو ډډه وکړي.

د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې دا ډول څارنې او د طبیعي سرچینو د ساتنې اقدامات به دوام ولري، څو د چاپېریال ساتنه، د کروندګرو او مالدارانو خوندیتوب، او د قانون پلي کېدل په ښه توګه تضمین شي.