slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بادغیس ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیتي جزوتامونو د مسؤولینو ترمنځ یوه مهمه غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د ښار د امنیتي وضعیت لا ښه‌والی او د نظامي یونیفورم اغوستنې موضوع وه.

یاده غونډه د امنیه قوماندان مولوي عبدالولي اتقاني صاحب په غوښتنه د امنیه قوماندانۍ په تالار کې د ماسپښين له لمانځه وروسته ترسره شوه، چې پکې د قوماندانۍ اړوند ټولو مدیرانو، آمرینو او د کنډکونو قوماندانانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي اتقاني غونډې ته مفصله وینا وکړه. نوموړي د قلعه نو ښار د اوسېدونکو د امنیت ټینګښت، د موجودو ستونزو پر وخت حل، او د خدمتونو د لا ښې همغږۍ لپاره اړینې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړې.

همداراز، امنیه قوماندان د کورنیو چارو وزارت د محترم مقام د هدایت او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ ټولو امنیتي مسؤولینو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې ټول امنیتي سرتېري دې د خپلو رسمي وظایفو پر مهال رسمي نظامي یونیفورم واغوندي او د انضباط اصولو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.