پنجشیر کې د ترافیکي پېښې له امله د برېښنا ستنه نړیدلي.
د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د آستانه په سیمه کې نن سهار شاوخوا(3:00) بجې یو سپورتي موټر د تخنیکي ستونزو له امله له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شوی او د برېښنا پایو(ستنو)سره يې ټکر کړی، چې له امله یې درې تنه ټپيان شوي او دوه د برېښنا ستنې یې هم نړولې دي. د پېښې ټپيان د ولایت اړوند روغتون ته لېږدول شوي او د ستنو د رغونې چارې به د پنجشیر ولایت د برېښنا آمریت له خوا ژر پيل شي.