ننګرهار کې ۱۸۱ تنه سوالګر راټول او اړوندو مرستندویه ادارو ته ور وپېژندل شول
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته وویل چې د دې ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د جلالآباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه د هلکانو او نجونو په ګډون ۱۸۱ تنه سوالګر راټول، بایومتریک او اړوندو ادارو ته ور وپېژندل.
دغه سوالګر د سرې میاشتې، د کار او ټولنیزو چارو، او د شهدا او معلولینو ریاستونو ته د مرستو د ترلاسه کولو او ټولنیز ملاتړ لپاره ور وپېژندل شول، تر څو د اړمنو وګړو د لاسنیوي لپاره ورته لازم اقدامات وشي.
په راټولو شوو کسانو کې ۹ تنه داسې سوالګر هم وو، چې پخوا یې هم څو ځله د سوال له امله نیول شوي وو، خو بیا یې دغه عمل تکرار کړی و. د دوی په اړه به له قانون سره سم چلند وشي، څو د تکراري سوال مخه ونیول شي.
یاده دې وي، چې دا لړۍ د اړمنو کسانو د موندنې، ملاتړ او انساني کرامت د ساتنې په هدف پیل شوې، چې د اوږدمهاله پلان له مخې به دوام پیدا کړي، او هڅه دا ده چې ټول بېوسه او اړمن وګړي له سوال، سرګردانۍ او سړکونو ژغورل شي، او د ژوند عادي بهیر ته راوګرځول شي.