تازه؛ په پروان کې ترافیکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوړلې.
د پروان ولایت د پولیسو وياند فضل الرحیم مسکين يار وايي، چې د دې ولايت اړوند سالنګ ولسوالۍ روی آب سیمه کې د یو کرولا او کمپک ډوله موټرو د ټکر له کبله، يو تن مړ او د دواړو موټر چلونکو په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي مسکين يار په خبره د پیښې ځای ته مسولین پر وخت رسېدلي او د پیښې قربانیان یې د پروان ولایت ملکي روغتون ته لېږدولي دي.