لغمان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د خپلمنځي شخړې پر مهال ۱۰ تنه له وسلو سره نیول شوي
تیره ورځ د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند ساو دری اشکموش سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله وسله واله نښته شوې ده. د رامنځته شوې شخړې پر مهال دواړو غاړو یو پر بل ډزې کړې دي.
د پیښې له راپور سره سم، د یادی ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونه ژر سیمې ته رسیدلي، او د نښتې په تړاو یې ۱۰ تنه تورن کسان نیولي دي. له دوی سره شپږ میله کلاشینکوفونه او دوه میله راکټ هم نیول شوي دي. په پېښه کې چاته مالي یا ځاني زیان نهدی اوښتی.
مسوولینو ویلي چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي، ترڅو د قانون له مخې ورسره چلند وشي.