میدان ښار کې دری ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي
د میدان وردګو ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مسؤلینو له خوا نن دری ټنه تاریختېره درمل او خوراکي توکي د ګډ کميسيون غړيو په شتون کې سوځول شوي.
د یاد ریاست رئیس انجینر محمد خان ځواک رسنیو سره په خبرو کې وویل: چې سوځول شوي توکي د مرکز په ګډون د نرخ او جلریز ولسواليو له هټيو څخه د دوو میاشتو په موده کې راټول شوي وو او نن د یو ګډ کمیسیون په حضور کې چې د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ استازو هم پکې شتون درلود وسوځول شول.