د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژې عملي چارې پیل شوې.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا د همکاریو په چوکاټ کې د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د غځولو او د برېښنا د سب سټېشنونو د پراختیا پروژه رسماً پیل شوه.
د بغلان د برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال ضیاالرحمن انصاري وايي، د پروژې له لارې به د ازبکستان له سرخان سیمې تر بغلان ولایت پورې لوړ ولتاژ مزي وغځول شي او د برېښنا په بېلابېلو سب سټېشنونو کې به د پراختیا چارې ترسره شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي دغه پروژه د افغانستان د برېښنا ملي شبکې د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې په بشپړېدو به زرګونه کورنۍ، فابریکې او دولتي ادارې له دوامدارې برېښنا برخمنې شي.
د پروژې قراردادي شرکت مسؤلین وايي، دا کار نه یوازې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې رول لري، بلکې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د انرژۍ د ګډو همکاریو یوه ستره کړنلاره هم ګڼل کېږي.
یاد پروګرام به د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړ شي او د افغانستان د برېښنا په برخه کې د صنعتي ودې، سیمهییزې سوداګرۍ او پر وارداتي برېښنا د اتکا په کمولو کې به حیاتي ارزښت ولري.