د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو تبادله شوې ده.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې ۱۷۵ روسي سرتېري له اوکراین څخه خوشې شوي او روسیې هم ۱۷۵ اوکرایني بنديان کیف ته سپارلي دي. دغه تبادله په داسې مهال ترسره شوې، چې امریکا هڅه کوي له روسیې سره د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په موخه هوکړې ته ورسېږي.
دا لومړی وار نهدی چې، د جګړې دا ښکېلې غاړې خپلو کې د اسیرانو تبادله ترسره کوي. هېره دې نه وي، چې موده وړاندې د همدې جګړې په سلسله کې د اوکراین ولسمشر هغه مهال په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ټرمپ له لوري مسخره شو، چې نوموړي له امریکا څخه د نظامي ملاتړ په هیله هلته تللی و.