د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد په شمال کې زلزلهځپلو ته د بیړنیو مرستو بهیر پیل کړ.
د راپورونو له مخې د بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو اوسېدونکي د تېرې شپې له زورورې زلزلې وروسته له سختو زیانونو سره مخ شوي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې مرستندویه ډلې او ضروري طبي وسایل زیانمنو سیمو ته استول شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي، طبي او ژغورنې ټیمونه د شمالي ولایتونو پر لور روان دي ترڅو د ټپیانو درملنه وکړي، د روغتیايي اړتیاوو ارزونه ترسره کړي او اړینو درملو او بشري مرستو ته د لاسرسي چارې چټکې کړي.
د دغه سازمان د چارواکو په وینا، د افغانستان شمال اوس مهال د ۶.۳ درجې زلزلې له ناورین وروسته بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې هېواد لا هم د ختیځو سیمو د پخوانۍ زلزلې له اغېزو نه دی راوتلی.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ټپیانو ژوند ژغورنه، د هغوی د ژر درملنې ډاډمنتیا، او د متاثره کورنیو ملاتړ یې لومړیتوبونه دي. دغه اداره له سیمهییزو چارواکو او نورو نړیوالو بنسټونو سره همغږي کوي څو مرستې په اغېزمنو سیمو کې په وخت او اغېزمن ډول ورسول شي.
د زلزلې له امله په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د خلکو ژوند، کورونه او شتمنۍ زیانمنې شوې دي، خو د ملي او نړیوالو ادارو د همکارۍ له لارې هڅې روانې دي څو د زلزلهځپلو خلکو د ژغورنې او بیارغونې بهیر ګړندی شي.


