slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د اوروژنې آمریت د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې ۲۴ د اورلګېدو پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، د اورلګېدو پېښې په استوګنځایونو، دوکانونو او باغونو کې رامنځته شوې وې، خو د اطفائیې د ژمن او مسلکي ټیم په وختي اقدام سره د ډېرو خلکو ژوندونه ژغورل شوي او د پراخو مالي زیانونو مخه نیول شوې ده.

د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، د اورلګېدو له امله شاوخوا ۶۸۲ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د مداخلې له امله نږدې ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ شتمني له منځه تلو څخه ژغورل شوې ده.

دغه راز، د عامه نظم او امنیت د خوندي کولو په موخه د اطفائیې د نظارت آمریت له لوري په همدې موده کې ۶۴ د تېلو ټانکرونه، ۴۱ مارکېټونه، ۱۵ دولتي او خصوصي کلینیکونه او ۹۰ دوکانونه تر څارنې او ارزونې لاندې نیول شوي دي.