تازه د پاکستان او عراق له زندانونو ۴۳۳ افغان کډوال خوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي.
د د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې ۴۳۳ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، له دې ډلې ۴۳۰ تنه په پاکستان کې د دوو میاشتو لپاره او درې تنه په عراق کې د شپږو میاشتو لپاره بندیان وو. وزارت زیاته کړې چې یاد کسان له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک او نیمروز د لیږد او ثبت په مرکزونو کې ثبت شوي او د لومړنیو مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو استوګنځایونو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، د دې کسانو خوشې کېدل د اړوندو هېوادونو د چارواکو، نړیوالو سازمانونو او د اسلامي امارت د دیپلوماتیکو هڅو له لارې ممکن شوي دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو بنسټونو د پاکستان او ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ناوړه چلند په تړاو انتقادونه کړي دي.
سربېره پر دې، د اوکراین جګړې له پیل وروسته په ختیځې اروپا، یونان او ترکیه کې هم پر افغان کډوالو د فشارونو، نیونو او محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د کډوالۍ چارو څېړونکي وایي د وروستیو کلونو جګړې، بېوزلي او بېکاري د دې لامل شوي، چې زرګونه افغانان د ښه ژوند په هیله له هېواده ووځي. خو ډېری یې په بېلابېلو هېوادونو کې د کار، زدهکړو او استوګنې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب، د جبري ایستنو د مخنیوي او د هغوی د رضاکارانه ستنېدو په برخه کې به خپلې هڅې دوام ورکړي.


