slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د جلال‌آباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو دوه تنه وسله‌وال غله هغه مهال لاس‌په‌لاس ونیول، چې غوښتل یې د توفنګچې په ګواښ له یوه تن څخه مبایل او نور قیمتي توکي واخلي.

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان تورن دي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلې په زور له خلکو پیسې، مبایلونه او قیمتي توکي اخېستل. امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون په ترڅ کې دا کسان له یو میل توفنګچې سره یوځای نیولي دي.

اوس مهال نیول شوي کسان د څېړنو او قانوني پوښتنو تر بهیر لاندې دي او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیتي چارواکي وایي، چې د قانون پلي کولو او د خلکو د مال او ژوند د خوندي ساتلو په هدف، دا ډول مجرمینو سره قانوني چلند ته ژمن دي.