سرپل کې د څلوېښتو څارویو او موټرسایکل د غلا په تور یو کس نیول شوی.
د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ امنیتي پولیسو یو کس د غلا په تور نیولی دی.
د سیدآباد ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا عبدالخالق احمدي ویلي، نیول شوی کس نه یوازې د شاوخوا ۴۰ څارویو او یو موټرسایکل د غلا په قضیه کې تورن دی، بلکې د نورو غلاوو په تور هم پلټل کېده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې نوموړی د جدي پلټنو په پایله کې ونیول شو او له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شو.