slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مزارشريف ښاروالۍ له داخلي عوايدو څخه د شاوخوا ۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور سره د ښار په اوله ناحیه کې د قاضي سرای لوېدېځ لوري سړک د جوړولو (کانکریټ کولو) چارې تر پسته مزار پورې په چټکۍ او ښه کاري کیفیت سره روانې دي.

همدارنګه د سړک دواړو غاړو لښتیو جوړولو چارې بشپړي شوي او د سړک بنسټيزي چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي چې ډیر ژر به د کانکریټ اچولو چارې هم پېل شي.

د ښار په اوله ناحیه کې د قاضي سرای لوېدېځ لوري سړک په جوړیدو سره به تر پسته مزار پورې د دې سيمې اوسېدونکو او نقلیه وسایطو تګ راتګ ته ګنې اسانتياوې برابرې شي.
#پولیس‌راډیو