د روان کال تېرو شپږو میاشتو کې په سرپل کې د نشهيي توکو پر ضد عملیاتو کې ۵۰ تنه نیول شوي او سلګونه روږدي درملنې ته استول شوي.
د سرپل امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نشهيي موادو د قاچاق، انتقال او استعمال پر ضد مهم عملیات کړي دي.
د یاد مدیریت د معلوماتو له مخې په دې موده کې (۷ کیلو او ۳۸۴ ګرامه) بېلابېل ډول نشهيي توکي او (۳,۲۷۹) دانې نشهکوونکي ګولۍ کشف او ضبط شوې دي. په دغو عملیاتو کې ۵۰ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او انتقال په تور نیول شوي دي.
دغه راز، د مدیریت د هڅو په پایله کې (۲۱۰) تنه روږدي د سرپل ښار او اړوندو ولسوالیو له بېلابېلو سیمو راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته استول شوي دي. د راپور له مخې له دې ډلې (۱۶۰) تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه به په جدي ډول روانه وساتي او د معتادینو د درملنې او ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو بهیر ته به هم دوام ورکړي.