اوزبکستان د افغانستان د پخواني پوځ چورلکو د لېږد راپورونه رد کړل
د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احراز برخانوف، د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې به بېرته افغانستان ته واستول شي، وايي دا معلومات ناسم دي.
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې اوزبکستان به د افغانستان د پخواني هوايي ځواک ځینې چورلکې اسلامي امارت ته وسپاري.
اسلامي امارت تر دې مخکې په دې اړه رسمي څرګندونې نه وې کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت ځینې سرچینې ویلي وو چې په دې اړه خبرې شوي دي.
د یادونې ده چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته ځینې چورلکې اوزبکستان ته لېږدول شوې وې. اسلامي امارت څو ځله ټینګار کړی چې دغه چورلکې د افغانستان حق دی او باید بېرته د هېواد هوايي ځواک ته وسپارل شي.