ګربز؛ خوست کې د افغان ټیليکام مخابراتي پروژې د کارونو جدي څارنه وشوه.
د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په توده چینه نومې سیمه کې د افغان ټیليکام شرکت له لوري د TDF پروګرام تر چتر لاندې د نوې مخابراتي سایټ د ودانیزو چارو ارزونه او څارنه وشوه.
دغه څارنه د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس مولوي محمد اسحاق نظامي، د اترا ادارې د جنوب ختیځ زون مسؤل انجنیر اکرام الله ویسا او د ساختماني چارو د تخنیکي ټیم په ګډون ترسره شوې ده.
د څارنې په جریان کې تخنیکي ډلې د ترسره شوو کارونو کیفیت وڅېړ، چې له تخنیکي معیارونو سره یې نهبرابر وګاڼه او د بیا ترسره کولو پرېکړه یې وکړه.
چارواکو د افغان ټیليکام مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژې پاتې چارې باید د تخنیکي لارښود او ملي معیارونو له مخې بشپړې شي.
د اړونده چارواکو په وینا، د یاد مخابراتي سایټ له فعالېدو سره به د ګربزو ولسوالۍ ګڼې سیمې او کلي — لکه توده چینه، سترکلی، پین کلی، بابر ازغی، توره غاړه، دروېزګۍ، شېژې، ګړدۍ مېله او تانګړي — د باکیفیته مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي، چې دا به د سیمې د اوسېدونکو د اړیکو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.


