د فراه امنیتي مسولین وايي چې په دې ولایت کې لسګونه روږدي له درملنې وروسته پر خپلو کورنیو وسپارل شول.
فراه د امنيه قوماندانۍ د رسنيز دفتر مسؤل مولوي محمد نسيم بدري وايې؛ چې د دغه ولایت د روږدو کسانو د درملنې له ۵۰۰ کسيز پنډغالي ۵۶ تنه په بېلابېلو نشهیې توکو روږدي تر بشپړې درملنې وروسته رخصت او له خپلو کورونو سره يو ځای شول.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې دغه کسان د فراه ښار او ولسواليو له بېلابېلو سیمو څخه راټول او شاوخوا ۶ میاشتې تر هر اړخيزې درملنې لاندې وو.
ښاغلی بدري همدارنګه زیاتوي، چې د درملنې په ياده دوره کې نه یوازې فزیکي پاکوالي ته پاملرنه شوې، بلکې روږدو ته رواني، دیني او مسلکي زدهکړې هم ورکړل شوې دي.
فراه د امنيه قوماندانې د رسنيز دفتر مسؤل مولوي محمد نسيم بدري همدارنګه زياتوي؛ چې په دغه ولايت کې تر دې دمه په نشه يې توکو روږدي ۱۷۳۹ کسان راټول شوي، چې له جملې يې د ۱۵۸۹ کسانو درملنه شوې، ۲۵۷ ريفر او ۲۶۲ نور يې لا هم تر درملنې لاندې دي.
بايد وویل شي، چې د فراه د امنیه قوماندانې مسؤلين په دي ولایت کې د روږدي د مخنیوي لپاره په راتلونکي کې د لا زیاتو هڅو ډاډ هم ورکوي.