امربالمعروف وزارت؛ د ټولنې د معیوبو او رواني ناروغانو د ساتنې لپاره ځانګړې طرحه اعلان شوه.
امربالمعروف وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې د امیرالمؤمنین ح ف د ځانګړي حکم پر بنسټ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د هېواد په کچه د رواني ناروغیو له ستونزې کړېدلو وګړو د ساتنې او درملنې لپاره عملي ګامونه واخلي.
د خبرپاڼې په حواله؛ له دې وروسته به په کابل ښار او ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې هغه کسان چې د رواني ناروغۍ له امله د ځان یا نورو لپاره ستونزه جوړوي، راټول او د درملنې او پالنې په موخه د افغاني سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته وسپارل شي.
امربالمعروف وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې که په خپلو سیمو، کلو یا ښارونو کې د رواني ناروغانو شتون وویني، ژر تر ژره د ۱۹۱ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي یا د امر بالمعروف سیمهییزو دفترونو ته خبر ورکړي.
د امر بالمعروف وزارت ټولو محتسبینو ته سپارښتنه کړې چې د دغو ناروغانو په راټولولو او سپارلو کې دې د انسانیت، اسلامي اصولو او مسلکي چلند بشپړ درناوی وشي او له هر ډول ناغېړۍ ډډه وشي.
ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ټول اړوند ریاستونه مکلف شوي چې د دغو ناروغانو د درملنې، بستر او اړینو خدماتو په وړاندې کولو کې جدي هڅې وکړي.