slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په کابل ښار د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پروژې لویدیځ لوري ته د کمري سیمې د سړک د قیر او کانکریټ کارونه په رسمي ډول پیل شول. د یادې پروژې له پیلېدو ځايي اوسېدونکي خوشاله دي او وايي چې په دې سره به یې د تګ راتګ برخه کې شته ستونزې کمې شي.

د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي، هڅه کوي چې پروژه د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړه او د عامو خلکو د تګ‌ راتګ لپاره پرانېستل شي. دغه سړک په ټولیزه توګه ۲۵۸۶ متره اوږدوالی لري، چې له دې جملې ۱۲۵۵ متره برخه به د ۲۶ او ۳۱ مترو په سور قیر او ۱۳۳۱ متره برخه به د ۶.۵ مترو په سور کانکریټ شي.

د پروژې د تخنیکي جزیاتو له مخې، د سړک د جوړولو په ترڅ کې د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي د ۲ مترو په سور یو لوی د اوبو کانال، ۴۶ پلچکونه، ۸۵ متره اوږد او تر ۲.۱ مترو پورې لوړ استنادي دیوالونه، لښتیان، پلی‌لارې، ګلدانونه، د څراغونو سیستم او د سړک کرښې شاملې دي.

د یادې پروژې مسؤلین وايي، د قیر کولو اړوند اساسي چارې بشپړې شوې دي، او دا مهال د کانکریټ برخې د بنسټي کارونو پړاو روان دی چې ډېر ژر به د کانکریټ اچول هم پیل شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د کمري سړک پروژه د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ او د ښار د پراختیايي پلان سره سم تطبیقېږي. دغه پروژه به د ۲۲مې ناحیې د اوسېدونکو لپاره د تګ‌ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لامل شي او د ښار د ترانسپورتي زیربناوو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.