slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت د پوهنې ریاست له لوري له نږدې ۷۰۰ د بېرته راستانه شويو کډوالو زده‌کوونکو د سویې  ازموینه واخیستل شوه، څو د تعلیمي وضعیت ارزونه یې وشي او د اړتیا وړ اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د ازموینې په یاد بهیر کې د پوهنې ریاست مسولینو څرګنده کړه، چې هڅه کوي ټولو راستنېدونکو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د افغانستان له ښوونیز سیسټم سره اشنا شي او په راتلونکي کې لوړې زده‌کړې  وکړي.

د دغې ازموینې پوښتنپاڼې به یوه ځانګړې کمېټه-چې د پوهنې ریاست له‌خوا ټاکل شوې- په دقيق ډول وڅېړي او د ارزونې له بشپړېدو وروسته به یې پایلې اعلان کړي.

هیره دې نه وي چې د اوس لپاره د بېرته راستانه شويو زده‌کوونکو د ازموینې پروسه بشپړه شوې، او له پاتې يادو زده‌کوونکو څخه به د لوی اختر له رخصتیو وروسته د یوه ځانګړي پلان له مخې ازموینه واخیستل شي.