د افغانستان پر وضعیت د اوزبیکستان او ترکیې د ډیپلوماتانو خبرې: د سیمې ثبات ته ګډ تمرکز
د اوزبیکستان او ترکیې لوړپوړو ډیپلوماتانو د افغانستان پر اوسني وضعیت، سیمهییز ثبات، او د همکاریو پر پراخېدو بحثونه کړي دي. دا لیدنه د تاشکند ښار په رسمي فضا کې ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف، د ترکیې له سفیر وافوک اولوتاش سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د افغانستان امنیت یوازې د دغه هېواد موضوع نه ده، بلکې د ټولې منځنۍ آسیا ثبات ورپورې تړلی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د سیمې هېوادونه باید ګډه ستراتیژي ولري او همغږي پرې وده وکړي.
د ترکیې سفیر هم ویلي، چې انقره او تاشکند دواړه د افغانستان له ملت سره د همکارۍ ته ژمن دي، او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو چوکاټونو له لارې به له دغه هېواد سره د سولې، ثبات او بیا رغونې په برخو کې همکار پاتې شي.
یاده ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د نړیوالو او سیمهییزو هڅو هرکلی کوي، او د افغانستان لپاره پراخ نړیوال تعامل اړین بولي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکي وایي، د افغانستان د اقتصادمحورې پالیسۍ له امله، نړیوال تعامل په ښه لور روان دی، او یو شمېر هېوادونه لکه روسیه یې لا له وړاندې د رسمیت پېژندو په لاره کې مهم ګامونه اخیستي دي.