خلیلزاد؛ عمران خان به ډېر ژر له بنده ازاد شي.
زلمی خلیلزاد، چې پخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی و، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي، داسې راپورونه شته، چې ښيي عمران خان، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، ډېر ژر له زندانه خوشې کېږي.
خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې دا راپورونه به ریښتیا وي او ویلي یې دي چې د خان ازادي به د پاکستان لپاره، هم دننه او هم په نړیوال ډګر کې، یوه مثبته او مهمه پرېکړه وي. نوموړي دا ګام "درست کار" بللی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې عمران خان له۲۰۲۳ کال- اګست راهیسې په راولپنډۍ کې د اډیاله زندان کې بندي دی او له ګڼو تورونو سره مخ دی، چې پکې د مالي فساد تورونه هم شامل دي.
که څه هم چې د پاکستان حکومت او قضايي چارواکو تر دې دمه دا راپورونه رسمي نهدي تأیید کړي، خو ځینې سرچینې چې د تحریک انصاف ګوند ته نږدې دي، وایي چې د دغه ګوند او حکومت ترمنځ د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې مشخص جزئیات نهدي ورکړل شوي.
بلخوا، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د تحریک انصاف بل مشر او د پاکستان پخوانی بهرنی وزیر شاه محمود قریشي، چې له عمران خان سره یو ځای بندي شوی و، د ناروغتیا له نښو وروسته، د پنجاب ایالت د زړه روغتون ته لېږدول شوی دی.