زابل کې د پاسپورټ امریت نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د زابل امنیه قوماندانۍ اړوند د پاسپورټ امریت لپاره نوې ودانۍ په داسې حال کښي ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې پر مهال یې د زابل ولایت امنیه قوماندان الحاج قاري صلاح الدین ایوبي د زابل والي الحاج ملا شیر محمد شریف ، مرستيال والي مولوي محب الله حماس ، د امنيه قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستیال ملا محمد طیب صابر د علماو شوراء استازي ، د استخباراتو ریس مولوي نقیب الله ابوالیس او د یو شمېر نورو نظامي او ملکي ادارو ريسانو او مسولينو برخه درلوده.
غونده کې د زابل امنیه ق د پاسپورټ آمر الحاج ثاني رحيم الله اخندزاده د ښه راغلاست وینا وکړه او زیاته یي کړه چې یاد تعمیر کې د زابلي ولسونو لپاره ګن شمیر اسانتیاوي برابري شوي چې په کښي ۱۷ بابه کاري دفترونه او یا هم کار خونې د زنانه او مردانه لپاره بیلا بیل ځایونه، او تشنابونه، مسجد، پکښې جوړ شوي په خبره یي چې یاده ودانۍ د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست له لوري د ۱۲,۵ میلونه افغانیو په ارزښت د یو کال په موده کې جوړه او نن رسماً کټي اخیستني ته وسپارل شوه.
د زابل امنیه قوماندان الحاج قاري صلاح الدین ایوبي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې زابلي ولسونو ته يې د نور خدمت کولو ډاډ هم ورکوي ، هغه زیاته کړه چې د پاسپورټ ترڅنګ د امنیه قوماندانۍ اړوند رغنيزه برخه کې پاملرنه نوره هم زياتيږي او د کورنیو چارو وزارت همدا لومړیتوب دی چې خلکوته غوره خدمات وړاندي کړي.
یاده غونډه کې د زابل والي الحاج ملا شير محمد شريف د خپلو خبرو پر مهال وويل زابل ته پاملرنه زياتيږي او د پوليسو ليکې به لا هم مسلکي کيږي هغه له ټولو مسولینو وغوښتل چې خپلو دندو ته متوجه او په ښه ډول د زابلیانو خدمت وکړي د زابل والي زياته کړه نظام کښي دنده لوی الهي مسئولیت دی او بايد په ښه ډول ترسره شي.