د ننګرهار امنیتي مسولانو د غیرقانوني تورو ښيښو موټرو پر وړاندې کمپاین پیل کړی.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ښاري نظم د ټینګښت، د خلکو د خوندیتوب او د احتمالي جرمونو د مخنیوي په موخه د تور ښیښو پر ضد خپل ځانګړی کمپاین په دوامداره توګه پر مخ وړي.
یاد کمپاین د ډایاګ معاونیت په همغږۍ د جلالآباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د کنټرولي چېکپواینټونو له لارې عملي کېږي. د نن ورځې په عملیاتو کې ګڼ شمېر موټر ودرول شول او د هغو وسایطو ښیښې چې په غیرقانوني ډول تورې شوې وې، پاکې شوې.
د عملیاتو د پایلو له مخې، د ۳۵ وسایطو ښیښې پاکې شوې او د هغوی چلوونکو ته د ترافیکي اصولو او قانوني مقرراتو په اړه لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ټینګار کوي چې د ښار د نظم او د خلکو د خوندیتوب په برخه کې هېچا ته د قانون د سرغړونې اجازه نه ورکول کېږي. له ټولو وسایطو چلوونکو غوښتنه شوې چې د ښیښو تورولو له غیرقانوني کړنو ډډه وکړي او د پولیسو سره د نظم او امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
دغه قوماندانۍ یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د تور ښیښو پر ضد کمپاین به لا پیاوړی او دوامدار وي او د قانون ماتونکو پر وړاندې به بېپرې، قانوني او قاطع چلند کېږي.