لغمان؛ قرغیو کې یو ځوان د سیند پر پُل بایسکل سره غورځېدلی
د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان سیمې په چهارباغ ساحه کې یو هلک د بایسکل پر مټ د سیند پر پُل تېرېده، چې ناڅاپه له پُل سره یو ځای سیند ته لوېدلی او ورکه شوی دی.
عیني شاهدان وایي چې د سیند پر غاړو خلک هڅه کوي نوموړی ومومي، خو تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.
ځايي اوسېدونکي له خلکو غوښتي چې د سیند پر غاړه دې پاملرنه زیاته کړي ترڅو د هلک د موندلو هڅې ګړندۍ شي.