slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د هوايي چلند او ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برښنا او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاده وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، خوست، پروان، بغلان، کابل، لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره ده.یاده اداره تمه څرګندوي چې په دې بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه د ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې ورسېږي.

د هوا پېژندنې اداره خلکو ته سپارښتنه کړې چې د سېلابونو او بارانونو له امله احتیاطي تدابیر ونیسي او له سیلابونو ځپلو سیمو څخه لرې پاتې شي.

دا وړاندوینه په داسې وخت کې شوې چې کونړ ولایت کې د تېرو ورځو زلزله لا هم د مرګ‌ژوبلې او زیانونو لامل دی. د زلزلې له امله زرګونه خلک مړه او ټپیان شوي، او د ویجاړ شویو کورونو لاندې د مړو جسدونو او ژغورل شویو کسانو عملیات روان دي.

سږکال نه یوازې افغانستان، بلکې د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او هند هم د شدیدو اقلیمي پېښو سره مخ دي. پاکستان کې د سېلابونو له امله شاوخوا یو میلیون وګړي اغېزمن شوي، هند کې تېره ورځ ۳۹ تنه مړه شوي، او سوډان کې ځمکې ښویېدنې له امله له یو کلي یوازې یو تن ژوندی پاتې دی. په نورو هېوادونو کې هم ځنګلي اورونه او توپانونه راپور شوي دي.