هرات کې د ۱۷ کلنو فوټسال اتلانو درناوی؛ ولسي لاریون او ولولیز هرکلی
د لړم په ۲۴مه هرات د سپورت د مینهوالو، قومي مخورو او ځوانانو د هغه ولولو ډګر و، چې پکې د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا د یوې سترې غونډې په بڼه ونمانځل شوه. ملي پانګوال الحاج احمدشاه فقیري د دې پراخ ولسي نمانځغونډې اصلي کوربه و، چې د ورزش ادارې مشرتابه، د فوټبال او فوټسال فدراسیون استازو او زرګونو هراتیانو پکې ګډون کړی و.
د اتلانو ستاینې کاروان د هرات له هوایي ډګره په شاندارو مراسمو پیل شو، چې د ښار اصلي سړکونو له لارې تر مرکزي فوټبال سټېډیوم پورې بدرګه شو. یاد لاریون داسې یو لاریون و چې د ښار فضا یې د خوښۍ او ویاړ په غږونو ډکه کړې وه.
افغان فوټسال ملي لوبډلې د بحرین په کوربتوب تر سیالیو وروسته هېواد ته په داسې حال کې ستنه شوه چې د آسیا د اتلولۍ یو نوی باب یې پرانیستی دی. دغه ځوانې او زړورې لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې ټولې سیالۍ وګټلې او په پایلوبه کې یې د سیمې پیاوړې لوبډلې ایران ته په ۲ – ۱ بریا تاریخي ماتې ورکړه او د پای لوبې اتلولي یې په خپله نامه پای ته ورسوله.
په مرکزي سټېډیوم کې د ستاینې مراسم تر شانداره غونډې وروسته د ملي سوداګر الحاج احمدشاه فقیري له لوري د ځانګړي ماښامنۍ په مراسمو دوام وکړ. په دې ناسته کې د فوټسال ملي لوبډلې غړو ته د هڅونې په موخه دوه میلیونه افغانۍ د نغدي ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
د هرات اوسېدونکي وایي چې د دغو ځوانانو اتلولۍ د افغانستان د سپورت په تاریخ کې د ویاړ نوې پاڼۍ ده، او د دوی ستاینه د هر افغان ګډ افتخار ګڼي.


