ملا عبدالحکیم دانش د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي رئیس په توګه معرفي شو
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته نوی رئیس ملا عبدالحکیم دانش، نن شنبه د رسمي مراسمو پر مهال کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
یاد پیژندګلوی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت استازي، او د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مولوي شاه ولي سعید له خوا ترسره شو. د معرفي مراسمو نه مخکې راغلي پلاوي د غزني والي الحاج ملا عبدالصمد جاوید سره هم کتنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا تغیر او تبدیل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز، او د ریاستالوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ ترسره شوی. له مخې یې ملا عبدالحکیم دانش د ریاست نوي رئیس په توګه، او محمد انور برادر – چې تر دې مخکې د یاد ریاست مشر و – د یاد وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس ټاکل شوی دی.
والي جاوید د دغې تقررۍ هرکلی وکړ، دا یې یو طبيعي او مهم اداري اصل وباله، او د انور برادر د پخوانیو هڅو ستاینه یې وکړه. نوموړي دانش ته د خدمت په لاره کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.