مولوي ذبیحالله مجاهد؛ د هېواد ختیځ کې د زلزلهځپلو د ژغورنې لپاره ټول امکانات کارول کېږي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اغېزمنو سیمو د ژغورنې او مرستې لپاره به له ټولو موجوده امکاناتو کار واخیستل شي.
مجاهد پر خپله ټولنیزه پاڼه «ایکس» لیکلي، زلزلهځپلو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو رسېدو ترڅنګ، د اسلامي امارت ځايي چارواکي او ولسي خلک د ژغورنې په هڅو بوخت دي. د ده په وینا، له مرکز او نږدې ولایتونو مرستندویه ډلې روانې شوې دي چې د زلزلهځپلو سیمو ته ورسېږي.
سرچینې وایي، د پرلهپسې زلزلو او ټکانونو تر ټولو زیات زیان د کونړ ولایت اړوند سیمو ته اوښتی، هلته د ولایتي روغتون چارواکو د وینا له مخې تر اوسه له ۱۰۰ څخه ډېر ټپیان یوازې همدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
ننګرهار کې بیا د وروستیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د امنیه قومندانۍ ویاند په وینا، له دې ډلې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
مسؤلین وايي چې د ټپيانو د لېږد بهیر د سیمو د لرې والي له امله ځنډنی روان دی، خو هڅې دوام لري څو د خلکو ژوند وژغورل شي.