slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو د خپلو دوامدارو امنیتي هڅو او دقیقو څارنو په نتیجه کې، دوه تنه هغه مهال لاس په لاس ونیول چې د جلال‌اباد ښار په مربوطاتو کې یې د بهرنیو اسعارو غیرقانوني پلور کاوه.

یاد کسان د ښار په یوه ګڼ مېشت او سوداګریز ځای کې د بهرنیو پیسو د تبادلې پر مهال، چې ټولټال یې ۸۷۸۰۰ منات لرل، ونیول شول او د قانوني څېړنو لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شول. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، دغو کسانو د قانوني جواز پرته د اسعارو پلور او تبادله کوله چې د قوانینو له مخې جرم ګڼل کېږي.

د ننګرهار امنیه قومنداني ټینګار کوي چې د اسعارو د غیرقانوني تبادلې او پلور پر وړاندې به  هېڅ  ډول بې پروایې نه کېږي، ځکه دغه ډول کړنې د هېواد د اقتصادي ثبات او د پیسو د ارزښت پر نظام ناوړه اغېز لري.

امنیه قومنداني له ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول له صرافانو او سوداګرو غواړي چې د اسعارو د تبادلې او پلور په برخه کې د قانوني اسنادو او جوازونو درلودلو ته جدي پام وکړي، څو له قانوني ستونزو سره مخ نه شي.