slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند امنیه قومندانۍ پولیس راډیو ته ویلي، له تېرو پنځو میاشتو راپدېخوا د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت مسؤلینو له لوري د مرکز لښکرګاه په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې تر ۴۰۰ ډېرې اسلحې او نظامي تجهيزات نيول شوي.

د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني زیاته کړې، چې له تېرو پنځو مياشتو هلمند د کشفي معلوماتو پر بنسټ يو شمېر عملیات شوي، چې په پایله کې یې ۴۱۶ مختلفې اسلحې چې ۱۸۸ تفنګچې، ۴۱ کلاشينکوفونه، ۱۵۹  کمرشکن، ۱۵ بلازن، ۱ سل ډزی، ۴  ام فور، ۳ سقيلان، ۱ راکټ انداز، ۱ ميل خفيف، ۲ ام شپاړس، ۱ ټيک‌ماټيک او په زرګونه فيره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ نیول شوي.

د ښاغلي حقاني په خبره د يادو اسلحو او نظامي تجهيزاتو په تړاو ۷۵ تنه نيول شوي، چې غوښتل يې اسلحې په غير قانوني ډول له ځان سره وګرځوي.

نیول شوي کسان تر دوسیو  بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.