slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image



د ورزش ادارې له لورې په لېږل شوې ډله کې دوه لوبغاړي او یو روزونکی لېږل شوي. دا لوبې چې د کب میاشتې پر  ۱۹مه پیلېږي؛ د همدې میاشتې تر ۲۹ مې به دوام کوي، چې د نړۍ له ۸۴ هېوادونو به پکې لوبغاړي خپل بخت ازمايي.

دا ډله ؛چې نن تایلینډ ته روانه شوې؛ د المپيک ادارې د فني او مسلکي مرستایل حافظ محمد جان زدراڼ په ګډون د یادې ادارې د نشراتو ريس اتل مشواڼی او د موی‌تای فېډرېشن مشر او د موی‌تای کورونیو لوبغاړو له لورې بدرګه شوله.

د بدرګې په مراسمو کې حافظ محمد جان زدراڼ خوښي وښودله، چې د هېواد په استازولۍ افغان لوبغاړي په نړیوالو اتلولیو کې برخه اخلي. نوموړي روان لوبغاړي د خیر او بري له دعا سره رخصت کړل.