د نورستان ولايت د پوليسو وياند غلام الرحمن حيدري وايي، ددې قومندانۍ اړوند د منډول ولسوالۍ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې امريت ځواکونو،په يو لړ کشفي عملیاتو کې هغه ۵ ميله د بيت المال کلاشنکوفونه نيولي چې د تېرې ادارې نظاميانو پخپلو کورنو کې ساتلې وې.
د غزې د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه پورې ۶۰,۲۴۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۷,۰۸۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ټول ایران کې لږ تر لږه ۷۳۰کسانو تهد اعدام سزا ورکړل شوې ده.
یادونې وړ ده چې دا اقدام د نړیوالو اړیکو په ډګر کې جدي اندېښنې راپورته کړې دي، او شنونکي وايي چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي له زیاتوالي ډډه وکړي.