slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د نورستان ولایت وياند فريدون صمیم پوليس راډیو ته وویل؛ چې واما ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال پروګرام WFP له لورې د شپول مؤسسې په مرسته او د کليو بيارغونې او پراختيا رياست تر څارنې لاندې ۱۶۰۸ اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

صميم زياتوي چې په ترسره شويو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۵۰ کيلو اوړه ۶.۲۵ کيلو دال ۴.۵۵ کيلو غوړي ۴،۵ کيلو سوپر سريال ۱.۵ کيلو ګرامه د ماشومانو دخوار ځواکئ ځانګړي مواد او يو پاکټ مالګه شامله وه.