slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسرائیل د خزانې وزیر بزلیل اسموتریچ د غزې د روانې جګړې په اړه د پلانونو او تګلارو په اړه د اختلاف له امله د حکومت د نسکورولو او د مخکېنیو ټاکنو د ترسره کېدو ګواښ کړی دی.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امنیتي کابینې په یوه مهمه غونډه کې کړې دي. سرچینې وایي چې اسموتریچ له حکومت څخه د جګړې په ستراتیژۍ کې د بدلون او د هغه پلان د عملي کولو غوښتنه وکړه چې د ده په وینا به د اسرائیل امنیت په بشپړ ډول خوندي کړي.

د راپورونو له مخې، اسموتریچ ټینګار کړی چې که د حکومت اوسنی ائتلاف د جګړې په اړه د ده غوښتنې ونه مني، هغه به په پارلمان کې د حکومت ملاتړ پای ته ورسوي او د نوو ټاکنو غوښتنه به وکړي.

شنونکي وایي چې دا څرګندونې د اسرائیل د اوسني ائتلاف د داخلي اختلافونو څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې د غزې جګړه لا هم روانه ده او نړیوال فشارونه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره زیات شوي دي.