slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په پنجاب ایالت کې د تېرې ورځې د سختو توپانونو او ورښتونو له کبله په بېلاببېلو سیمو کې ۱۴تنه مړه شوي او ۹۲ نور بیا ټپیان دي. د هوا د دغه بدلون له امله ګڼې الوتنې هم ځنډول شوې وې او‌ په ډېرو سیمو کې د برېښنا مزي هم پرې شوي دي.

د پنجاب د طبيعي پېښو د مديريت ادارې (PDMA) د مالوماتو له مخې؛ په راولپنډۍ، جهلم، شیخ پوره، ننکانه صاحب او د لاهور ښار په بېلابېلو سیمو کې دغه مرګ ژوبلې رامنځته شوې دي.

چارواکو ويلي، چې په اغېزمنو سیمو کې ګڼ خټین کورونه هم زیانمن شوي دي.

د پنجاب د بيړنيو مرستو کمېشنر نبیل جاوېد ټولو کمېشنرانو، مرستيالانو او ژغورنکو بنسټونو ته لارښوونه کړې، چې د بشپړ چمتووالي حالت خپل کړي.

د PDMA عمومي مشر عرفان علي کاثيا ويلي: «اغېزمنو کورنيو ته به د پنجاب د ايالتي حکومت د پاليسۍ له مخې مالي مرسته ورکړل شي

نوموړي زياته کړې، چې د هرې ولسوالۍ بېړني مرکزونه او د ايالت مرکزي کنټرول خونې ۲۴ ساعته فعاله دي.

کاثيا له خلکو غوښتنه کړې، چې د خراب موسم پر مهال له بې‌ ځايه سفرونو ډډه وکړي، د برېښنا له ستنو او راځوړېدو مزو څخه لرې پاتې شي او ماشومانو ته اجازه ورنه کړي چې ويجاړو ودانيو ته ورنږدې شي.

د راپور پر بنسټ، دغو سختو توپانونو د لاهور د علامه اقبال نړۍوال هوايي ډګر چارې هم سختې اغېزمنې کړې دي.

د بادونو شدت او د نظر کمښت له امله يو شمېر الوتنې يا وځنډېدلې، يا يې لوری بدل شو او يا هم لغوه شوې.