یو شمېر امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا کې له داعش سره د اړیکو په تور ۸ تاجکستاني وګړي نیول شوي.
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس، د امریکا فدرال پولیسو (اېفبيای) تېره اونۍ د یادو کسانو په اړه خبرداری ورکړی و.
د دې ورځپاڼې په راپور کې لیکل شوي، چې اېفبيای له تاجکستان څخه د نیول شویو کسانو تلیفوني اړیکې کشف کړې وې.
د راپورونو لهمخې دغه کسان د دوو کلونو په ترڅ کې امریکا ته له سوېلي پولو د ننه شوي، چې اوسمهال د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له لوري لاس انجلس، فیلادیلفیا او نیویارک ښارونو کې نیول شوي دي.