مولوي شېرمحمد شریف رسماً د زابل د نوي والي په توګه خلکو او د دغه ولایت مسؤولینو ته معرفي شو.
د زابل د نوي والي مولوي شېر محمد شريف د معرفۍ په دې مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په استازیتوب د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس لوی پاسوال مولوي زین الله عابر له لورې معرفي شو چې په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ مرستیال ښاغلې مولوي سعید الله حماس، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ښاغلي حاجي مالي خان، پخوانی مرستیال والي، ملکي او نظامي مسؤولینو، علماوو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په استازیتوب، لوی پاسوال مولوي زین الله عابر د اسلامي نظام د بقاء او دوام دعا وکړه او نوي والي ته یې د خدمت مسؤولیت په همدې ولایت کې مبارکي وویله.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسنی اسلامي نظام د ډېر شمېر قربانیو، سختیو او ستونزو، د الله تعالی د نصرت، د مجاهدینو د یووالي، فداکاریو او د مسلمان او مجاهد ملت د سرښندنو په پایله کې رامنځته شوی دی. همداراز، اطاعت د اسلامي امارت په نظام کې یو مهم او اساسي اصل دی، چې د مشرانو اطاعت زموږ لپاره لومړیتوب ګڼل کېږي او موږ ځانونه د ملت خادمان بولو.
په اسلامي نظام کې څوکۍ، مقام او منصب یو امانت ده، چې د مشرتابه له لوري د ولس د خدمت لپاره او مصلحت له مخې موږ ورته ګمارل شوي یو. موږ نه پخوا د څوکۍ لپاره جهاد کړی، نه یې کوو، او نه هم څوکۍ خپل شخصي ملکیت بولو.
موږ د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، خو څوکۍ، مقام او موقف زموږ لپاره لومړیتوب نه لري، بلکې د ولس خدمت خپله اصلي دنده بولو او د خپلو مشرانو له پرېکړو تل اطاعت کوو.
زموږ لپاره اسلامي نظام او د امیر امر ته غاړه ایښوول ډېر مهم دي، ځکه چې دغه اسلامي نظام د عظیمو قربانیو په برکت رامنځته شوی دی، حتی دا امکان هم شته چې د یوې کورنۍ څخه سل تنه د افغانستان د جهاد د بریا لپاره خپل ژوند فدا کړی وي، چې له دې جملې څخه یوازې د خلیفه سراج الدین حقاني صیب د کورنۍ له غړو څخه تر سلو زیات کسان خپل ژوند قربان کړی، چې هغوی ته ګډ قبرونه جوړ شوي دي.
دغه راز د هېواد په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ کې د نورو مجاهدو کورنیو غړو هم د آزادۍ او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپل ځانونه فدا کړل.
په پای کې، نوي والي مولوي شېرمحمد شریف وویل: زابل د جهاد سنگر دی چې خلکو یې سترې قربانۍ ورکړي دي. زه به د یو رښتيني خادم په توګه ستاسو په چوپړ کې یم، ځکه چې د خلکو خدمت زموږ لومړیتوب دی.