د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي ريس د یوه پلاوي په مشرۍ د سولې او باور کنفرانس کې ګډون کړی.
د افغانستان برېښنا شرکت مطبوعاتي دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ مل پلاوي ترکمنستان ته د سولې او باور کنفرانس کې د ګډون په پار سفرکړی. د ياد سفر موخه د برېښنا د لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه ځانګړي بحثونو ترسره کېدا ښودل شوې ده. همدا راز په یاد کنفرانس کې به د ۱۰۰ بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د سیمهییزې اقتصادي پیاوړتیا، ریل پټلۍ، برېښنا، ګازو انتقال او ثبات په اړه بيلابيلې خبرې اترې ترسره شي. په دغه سفر کې د ښاغلي عمر سره د ټولګټو او کانونو او پټرولیم وزارتونو استازي هم مل دي.