ټرمپ په هارورډ پوهنتون کې د نړۍوالو محصلینو داخله بندوي.
د ټرمپ حکومت امریکا کې د هارورډ پوهنتون د نړیوالو محصلینو د نوملیکنې د بندولو لپاره ګام اخیستی، چې دې کار له امریکا سره د دغه تر ټولو پخواني پوهنتون اړیکې لا ډېرې ترینګلې کړې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم پر اېکس کې لیکلي حکومت د هارورډ پوهنتون د محصلانو او استادانو د تبادلې پروګرام سند (جواز) د "قانوني سرغړونې" له امله لغوه کړی دی.
نوم لیکلي: "دا دې ټولو پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو ته په ټول هېواد کې یو خبرداری وي."
هارورډ پوهنتون دا ګام "غیرقانوني" بللی دی.
پوهنتون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: "موږ په بشپړ ډول ژمن یو چې د هارورډ پروګرام ته دوام ورکړو، چې د نړیوالو محصلینو او څېړونکو کوربهتوب وکړو - هغه کسان چې له ۱۴۰ زیاتو هېوادونو راغلي او زموږ پوهنتون او دا هېواد په بېساري ډول بډایه کوي."