تېره یوه اوونۍ کې د پکتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې لس ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې اوولس تنه پکې ټپیان شوي دي.
د پکتيا امنیه قومندانۍ وياند منيب ځدراڼ وايي، چې د دې ولايت په مرکز ګردېز، سیدکرم، ډنډ پټان، زرمت او ځاځي اریوب ولسـوالیو کې په تېره یوه اوونۍ کې د لسو ترافیکي پېښو له کبله ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
ځدراڼ وايي، د دې پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي.
د یاولو ده.، چې له کوچني اختره وروسته په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو ګراف ورځ تر بلې مخ په لوړېدو دی. دا پېښې د هېواد په کچه مړي او ټپیان هم له ځان سره لري.
#پولیس_راډیو