slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مرستیال والي ملا غوث الدین کاکا او د دې ولایت له یو شمېر مسوولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې د بادغیس مرستیال والي د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي او وروسته یې اړوندو مسوولینو ته د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه خپل راپور وړاندې کړی.

ملا غوث الدین کاکا ویلي، سیمه ییز مسوولین او مجاهدین د امنیت د ټینګښټ او د خلکو د هوساینې او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښونو د اجرا لپاره خدمت ته چمتو او تل د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

نوموړي همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د بادغیس د ولسونو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او دې برخې ته د اسلامي امارت د لا پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د مسوولینو کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، سیمه ییز مسوولین باید د خپلو چارو په ترسره کولو کې صادق او د خلکو د ستونزو د حل لپاره تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړي.

نوموړي د بادغیس د ولسونو وړاندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو شته امکاناتو په پام ورته رسېدنه او اړین اقدامات ترسره کړي.