ترکيه کې د خبرو- اترو دوام؛ پاکستان باید د افغانسان حریم نقض نه کړي
د افغانستان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته پرلپسې بحثونو وروسته تېره شپه دوه بجې پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده وسپارله.
په یاده مسوده کې په دې تمرکز شوی، چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هېڅ ډلې يا مخالف ته اجازه ورنکړي، چې د پاکستان خاروه د افغانانو پر ضد وکاروي.
همداراز چمتووالی ښودل شوی چې د اوربند د هوکړې د څار په موخه يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي، څو د سرغړونو ارزونې او معلومات پکې تبادله شي.
پاکستاني لوري ته د افغانستان مسوده سپارل شوې او په مقابل کې یې د پاکستان دویمه مسوده هم شپږ بجې افغانستان ته سپارل شوې.
ټاکل شوې نن دولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په شتون کې سره يو ځای کېږي او کوښښ به کوي، چې يوې نهايي پایلې ته ورسېږي.


