امر بالمعروف وزارت؛ هلمند کې مو دوه مظلومې مېرمنې له اوږدمهاله ظلم او تاوتریخوالي وژغورلې
د یاد وزارت په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې د هلمند ولایت محتسبینو په مرکز لښکرګاه ښار او باباجي ولسوالۍ کې د دوو هغو مېرمنو حقونه خوندي کړي، چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو له ظلم، تاوتریخوالي او حق تلفۍ سره مخ وې.
په یاده
خبرپاڼه کې راځي چې د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر
او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو د خونديتوب
ته په ژمنتیا د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار شپږمې امنیتي حوزې سیمه کې د هغې
مېرمنې ستونزه چې له ۲۲ کلونو راهیسې د خپل خاوند له خوا معلقه پرېښودل شوې وه، حقونه یې نه
ورکول کېدل او د ګڼو ناخوالو سره مخ وه، حل کړې ده.
د محتسبینو په وینا د یادې مېرمنې خاوند ته د ښځو د شرعي
حقونو په تړاو د بشپړ معلوماتو ورکولو په پایله کې نوموړي خپلې مېرمنې ته د هغوی
په شتون کې طلاق ورکړ چې ورسره یاده مېرمن له ظلم خلاصه او له خپلو حقونو څخه
برخمنه شوه.
د همدې خبرپاڼې بله برخه وايي چې د باباجي ولسوالۍ محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې یوه مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له فزیکي تاوتریخوالي او بد چلند سره مخ وه، ژغورلې ده او له خاوند څخه یې ژمنه اخیستې څو له دې وروسته له خپلې مېرمنې سره د اسلامي اخلاقو او اصولو سره سم چلند وکړي.
د یاد وزارت منسوبینو په خبرپاڼه کې د هېواد په ګوډ ګوډ کې د مېرمنو د حقوقو ساتنې ته سینه دربولې او د اسلامي شریعت په رڼا کې یې د هېواد او هېوداولو خدمت خپل لومړيتوب بللی.